Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې ترځمکې لاندې اوبه تر ۱۵ مټرو ټیټې شوې دي

د کابل ښار د اوبو رسولو ریاست وايي چې د ژورو څاګانو کیندل او په کابل ښار کې ترځمکې لاندې له اوبو څخه په لوړه کچه ګټه اخیستل، پلازمېنه به ډېر ژر د اوبو له کموالي سره مخ کړي.

د کابل د اوبو رسولو ریاست د شمېرو له مخې په اوسني وخت کې کابل ښاریانو ته ترځمکې لاندې له دوه مېلیون لیټره زیاتې اوبه وېش کېږي، خو د خلکو په تېره بیا ۷۰ شرکتونو او کارخونو لخوا د ژورو څاګانو کیندل او همداراز ترځمکې لاندې اوبه زیاته استفاده خطرناکه بلل کېږي.

د کابل د اوبو رسولو ریاست رییس سردار ولی ملک‌زی وايي:«د هغه اورښت کچه چې اوري او بېرته په ځمکه کې اضافه اوبه ګرځي، له هغې څخه ډېرې اوبه له ځمکې څخه ایستل او استفاده کېږي.»

دغه اداره وايي ترځمکې لاندې اوبو ډېرې استفادې په پلازمېنه کې د اوبو کچه ۱۵ متره ټیټه کړې ده.

یو شمېر کسان چې د ژورو څاګانو په کیندلو بوخت دي وايي د څو تېرو کلونو په پرتله د اوبو کچه ټیټه شوې او دوی ځمکه لاژوروي ترڅو اوبو ته ورسېږي.

څا کیندونکی خیال محمد وویل:«د کارته نو په غونډۍ کې د اوبو کچه تر ۱۲۰ تر ۱۳۰ مټرو رسېدلي دي.»

په اوسني وخت کې کورنۍ، شرکتونه او کارخونې له کوم جواز پرته ترځمکې لاندې اوبو کار اخلي خو کابل ښاروالي په دې برخه کې هېڅ څارنه نه‎لري.

د کابل د ښاروالۍ د پروګرامونو د طرحې او عملي کولو ادارې سرپرست ضیاء زماني وايي:«تاسې وینئ چې دا خلک او یا کسان نفوس لري او یا هغه کسان چې په دولت کې قدرت لري او زموږ کارکوونکو ته د خپلو د کارونو د مخنیوي اجازه نه ورکوي.»

د اوبو او برېښنا وزارت وایي ډېری شرکتونه له اجازې پرته ترځمکې لاندې اوبو کار څخه اخلي.

د اوبو او برېښنا وزیر اصف غفوري څرګندوي:«ځينې شرکتونه، بنسټونه او سازمانونه د کابل ترځمکې لاندې اوبه په ناقانونه توګه باسي. د اوبو او برېښنا وزارت له نظره، ترځمکې لاندې اوبه د افغان دولت له سټراټېژیکو سرچینو شمېرل کېږي.»

د طبعیي پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې د ورځې کابو دوه سوه مېلیون لیټره اوبه له ځمکې لاندې څخه ایستل کېږي.

څېړونکي خبرداری ورکوي که دې ستونزې ته پام ونه‎شي پلازمېنه به ډېر ژر د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

شریک یي کړئ