Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د اعتراض‎کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې

د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ تېره شپه(دوشنبې د غبرګولي۲۹مه) نښته شوې، ویل کېږي چې په دې نښته کې یو تن وژل شوي هم دي.

یو اعتراض کوونکی رامش نوري وایي چې، امنیتي ځواکونو تیره شپه د دولسو بجو په شاوخوا کې هڅه وکړه څو د تحصن خیمه لیرې کړي، خو د اعتراض کوونکو له مقاومت سره مخ شول او د دواړو لورو ترمنځ د سهار تر څلورو بجو پورې نښتې روانې وې.

د نوموړي په وینا، د پولیسو د ډزو له امله یو اعتراض کوونکی وژل شوي دي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

دا ادعا تراوسه په خپلواکه توګه تایید شوې نه ده.

رامش نوري همداراز زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو خیمه لیرې کړې ده.

کابو شل ورځې مخکې په کابل کې د ټانکر موټر چاودنې له کبله چې په کې کابو ۱۵۰ تنو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، یو شمېر کسانو کابل کې پر لاریون لاس پورې کړ او د خیمو په درولو سره یې د کابل یو شېر سرکونه بند کړل.

ویل کېږي چې تېره شپه کابو یولس بجې امنیتی ځواکونو د کابل په شېرپور سیمه کې د اعتراض کوونکو خیمې ته ورغلي او یاده خیمه یې له سیمې لیري کړې ده

شریک یي کړئ