Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د اهل تشیع د همغږۍ شورا لومړنۍ کنګره

د افغانستان د اهل تشیع د همغږۍ شورا لومړنۍ کنګره نن جمعه (د غبرګولي په ۲۴مه) کابل کې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوه.

په دغې کنګره کې د هېواد د بېلابېلو قومونو اهل تشیع راټول شوي څو د افغانستان د اوسني وضعیت او سولې په اړه خپل دریځ مشخص کړي.

 د دې غونډې ډېریو ګډونوالو د افغانستان وضعیت اندېښمنوونکی وباله او د قومونو ترمنځ پر یووالي او د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي.

د اهل تشیع د بېلابېلو قومونو د کنګرې لنډمهالی ريیس سیدحسن فاضل زاده په دې اړه وویل:«هغه څه چې مهم دي دا دي چې خپله تفکر د بل په واک کې ور نه کړو...! راشه او د خپل هېواد د اوږدمهال په اړه فکر وکړه. د مادیاتو او د نورو بې ارزښته دونیوي ارزښتونو لپاره خپل هېواد مه خرابه وه.»

دوی وايي، د دې کنګرې د جوړېدو موخه، د بې عدالتۍ، نا امنۍ او فساد پر ضد مبارزه ده.

د کنګرې ګډونوال سیر ویس علاف هم وايي:«نوره اجازه نه ورکوو چې څوک راشي او زموږ پر ځای پرېکړه وکړي. موږ اجازه نه ورکوو چې موږ ته د رایې د بانک په سترګه وګوري.»

دوی وايي، تر هغه چې خپله افغانان له جګړې لاس په سر نه شي، نوره نړۍ ورته سوله نه شي راوستلای.

د غونډې یو له جوړونکو شیخ سلیمان خلیلي هم زیاته کړه:«بې ثباتي او ناامني، فساد او ناوړه کړنې خپل اوج ته رسېدلې دي. د سولې د ملي کنګرې یوه غوښته او موخه همدا ده.»

د دې غونډې ګډونوال وايي، راټولېدل یې د کوم حرکت یا ډلې په ګټه نه دي او سیاسي رنګ هم نه لري او اجازه به هم ورنه کړي چې له دې غونډې یې سیاسي ګټه پورته شي.

دا کنګره په داسې حال کې جوړېږي چې څو ورځې مخکې، په افغانستان کې د اهل تشیع یوه مرجع قربانعلي محقق کابلي ومړ.

شریک یي کړئ