د کورنیو چارو وزارت وايي چې کابل ښار عبدالحق څلور لاره کې د تېرې ورځې د اورلګېدنې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د دغه وزارت چارواکي کهڅه هم د دې اورلګېدنې د اصلي دلیل په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې د هغوی له عاملانو سره به قانوني چلند وشي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«په دې اړه زموږ څېړنې روانې دي؛ چې ایا دا پېښه قصدي وه او یا له تېروتنې سره. او د دې په اړه چې چا تعلل کړی څېړنه کېږي او د هغه پایله له تاسو سره به شریکه شي.»
دا اورلګېدنه، د پنجشبنې پر شپه د یوولسو بجو په شاوخوا کې د عبدالحق په څلور لاره کې د تېلو په یوه ټانګ کې رامنځته او په چټکتیا سره یوې سوداګریزې او استوګنځې ودانۍ ته پراختیا ومندله.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې پېښه کې درې تنه وژل شوي او کابو پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي.
په هغې ودانۍ کې چې د تېلو دغه ټانګ ته نږدې موقعیت درلود، په لسګونه پلورنځي، رسټورانټ او یو خصوصي روغتون فعالیت درلود.
هغه کسان چې په دغه روغتون کې زیانمن شوي، د دغې اورلګېدنې اصلي لامل د احمدیار د تېلو ټانګ کې ستونزه بولي چې د دغې ودانۍ تهڅېرمه موقعیت لري.
خو د تېلو د ټانګ مسوولان وايي چې اورلګېدنه د «کابل ټاور» په یوه رسټورانټ کې پيل شوه.
د سوداګرۍ خونه تراوسه د دغې پېښې د مالي زیانونو په اړه کره مالومات په واک کې نهلري، خو وايي چې د سمیې اوسېدونکو د دغې اورلګېدنې له امله په مېلیونونو افغانۍ زیان لیدلی دی.