Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د تابلیت «که» په قاچاق کې د پام وړ زیاتوالی

له نشه اي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د څېړنو له مخې په پلازمېنه کې د «که» نشه‎يي ګولیو ناقانونه واردول ډېر زیات شوي دي.

د دغو څېړنو له مخې اوه کاله مخکې دوه «که» ګولۍ په کابل کې له یوه کس څخه ترلاسه شوې وې خو سږ کال په کابل کې یوازې له قاچاق وړونکو څخه ۷ زره او ۸۲۸ ګولۍ ترلاسه شوې دي.

د دغو شمېرو له مخې له اوو کلونو راهیسې څه باندې ۱۶ زره او ۸۳۶ که ګولۍ پلازمېني ته وارد او ترلاسه شوي دي.

له نشه اي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د لابراتوار مسوولین «که» ګولۍ یو ډول نشه‎يي توکي او د څو کیمیاوي مادو ترکیب بولي چې د انسان پر رواني حالت ناوړه اغېزه کوي.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد موحد په دې اړه وویل:«د «تابلیت که» د لس ګرامو د لېږد مجازات د هیرویین د یوه کیلوګرام  سره په قانون کې تصحیح شوی دی.»

له نشه‎يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ازمایښتون مدیر خالد نبي زاده مدیر په دې اړه وویل:«هغه نشه‎يي توکي چې مټیل ډي اکسي امفتامین دي د هغه استفاده د هډوکو ورستوالی او ماتوالی رامنځته کوي، د اشتها کموالی او د خوب د له منځه وړلو لامل کېږي.»

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا تراوسه هم ۱۵ سلنه درمل په قاچاقي توګه هېواد ته واردېږي او تراوسه د څه باندې ۱۵۰۰ ډوله درملو د ثبتولو بهیر له دې وزارت سره نه دی بشپړ شوی چې صادرول یې اجازه لري که نه؟

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په دې اړه څرګنده کړه:«یو شمېر روغتونونه او درملتونونه موږ وتړل، خو له بېرته مراجعې وروسته بېرته پرانستل شوي د دې سربېرته چې موږ یو شمېر مو څارنوالۍ ته معرفي کړل.»

په همدې حال کې د ځینو ډاکترانو په وینا سودوفدرین هغه ماده ده چې د که ګولیو په جوړولو کې کارولو کېږي او د دغه راز خالصو موادو پلورل ناقانونه دي خو هغه اسناد چې طلوع نیوز ته رسېدلي د دې ښودنه کوي چې د عامې روغتیا وزارت قیس توفیق شرکت ته د ۱۲۰۰ کیلوګرامه سودوفدرین د واردولو اجازه ورکړې ده.

د دې شرکت لخوا د دغو موادو د خالص پلورلو په اړه اوازې شته، خو دا شرکت وايي تراوسه یې ۱۲۵ کیلوګرامه دا مواد د څه باندې ۲۰۰ زره بوتلونو شربتو په تولید کې کارولي دي خو د هغو درملتونو دقیق ادرس نه ورکوي چې دا شربت یې پرې پلورلي دي.

اخوا د کابل ښاریان وايي دا مواد په پلازمېنه کې په آزاده توګه پلورل کېږي.

 له جرمونو او نشه اي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز مسوولین وايي هېواد ته د «که ګولیو» د ترکیبي موادو واردېدل د ننه په هېواد کې هم د دغو ګولیو د تولید احتمال زیاتوي.

شریک یي کړئ