Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د خلیل‎زاد د سفر پای او اسلام اباد ته د هغه رسېدل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل کې خپل سفر پای ته ورسوه او نن ګهیځ سې‎شنبې پاکستان ته ورسېد.

کابل کې د امریکې سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی خلیل‎زاد دننه په حکومت کې او له حکومته بهر ځينو چارواکو او کسانو سره ولیدل.

هغه له ولسمشر اشرف غني او د حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله او همدارنګه د بېلابېلو سیاسي ډلو له استازو، د مدني ټولنې له مهمو بنسټونو، د سولې عالي شورا او د افغانستان له رسنیو سره ولیدل.

خبرپاڼه زیاتوي:«هغه (ښاغلي خلیل‎زاد) د امنیتي هڅو په اړه جزییات ترلاسه کړل او د ملي امنیت د عمومي ریاست له سلاکار حمدالله محب د امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.»

ښاغلی خلیل‎زاد په خپلو لیدونو کې له ټولو خواوو د همکارۍ غوښتونکی شو ترڅو هېواد کې جګړه پای ته ورسوي. هغه همدارنګه له ټولو ښکېلو لورو وغوښتل ترڅو د ټول شموله مرکچي پلاوي له جوړولو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

په وروستیو کلونو کې د افغانانو د قربانیو له یادولو سره، ښاغلي خلیل‎زاد وویل:«موږ د خلکو او حکومت له همکارۍ سره یو سوله‎ییز افغانستان غواړو – هغه ځای چې ټول افغانانان په هغه کې شامل وي.»

هغه زیاته کړه:«د افغانستان ټول وګړي باید د سولې او پخلاینې د بهیر یوه برخه وي.»

ښاغلي خلیل‎زاد د سې‎شنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدنه وکړه.

په خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې ښاغلی خلیل‎زاد همدارنګه په پام کې لري ترڅو په نږدې راتلونکې کې د خبرو اترو او مشورو لپاره بېرته کابل ته راشي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي کابل ته په خپل سفر کې له پخوانیو مشرانو او لوړپوړو چارواکو او همدارنګه د سولې عالي شورا له چارواکو سره لیده کاته وکړل.

شریک یي کړئ