د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست ځواکونو او ملي پولیسو کابل کې د داعش پر پټنځي یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي دي.
د دغه ریاست په یوې خبرپاڼه کې چې نن (جمعه د وږي په ۲۲مه) رسنیو ته استول شوې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې د بریدونو یو پلانوونکی محمد حنیف او یو پاکستانی بریدګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه کاږي په دغه پټنځي کې یوې پاکستانۍ مېرمنې چې له خپلو څلورو ماشومانو سره ژوند کاوه هم ټپي شوې ده.
خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د داعش ډلې یو اندازه وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
تېره ورځ هم د ملي امنیت ریاست کابل کې د داعش ډلې د درې غړو له نیول کېدو خبر ورکړ. ملي امنیت وايي کابل کې د داعش ډلې پر پټنځي برید د هغو مالوماتو له مخې چې د دغو درې تنو څخه یې اخیستي وو ترسره شول.