Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د دفاع وزارت  پېژنتون ته نږدې چاودنه کې ۲۲ تنه وژل شوي

نن سې شنبې د (وږي په ۲۶مه) د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ځانمرګي برید ۲۲ تنه وژلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۸ تنه نور ټپيان کړي دي.

د هېواد د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې سیمې د مسعود څلورلارې ته نږدې چاودنې پخلی کوي.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«نن د یوې بجې په شاوخوا کې یوه ځانمرګي بریدګر د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه د احمدشاه مسعود څلولارې ته‎څېرمه په عمومي سړک کې ځان ته چاودنه ورکړه. په دغې ترهګریزه پېښه کې د شپږو پوځیانو په ګډون ۲۲ تنه ولسي وګړي شهیدان او ۳۸ تنه نور ټپيان دي، د شهیدانو او ټپيان په منځ کې ماشومان او ښځې هم شته.»

خبرپاڼه همدارنګه زیاتوي:«ترهګر طالبان، د جګړې په ډګرونو کې د افغان زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ځپل شوي او د جګړې په هر ځای کې له ماتې سره مخ دي، له دې امله هغوی له وېرې او وحشت سره د ملکي کسانو پر خلاف بریدونه ترسره کوي. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د خلکو اصلي ساتوونکي دي او ډېر ژر به د دغو بریدونو غچ له ترهګرو طالبانو څخه واخستل شي.»
دا برید د امریکا سفارت ته‎څېرمه شوی دی.

اخوا د برید مسوولیت طالبانو منلی دی.

په کابل کې د ځانمرګي برید مسوولیت طالبانو پر غاړی اخیستی

شریک یي کړئ