Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د دوه تنو مبهمه وژنه، ویل کېږي د پاکستاني طالبانو غړي وو

کابل کې د دوه تنو د وژلو د رپوټونو له خپرېدو وروسته چې د بي بي سي د رپوټ پربنسټ د پاکستاني طالبانو د تحریک دوه لوړپوړي چارواکي وو، ځينې سرچینې د دې پخلی کوي چې د دغو کسانو مړي، د سلواغې په اومه، د باغ بالا تر شا د انګورباغ ها له سیمې او د انټرکانټيننټال هوټل ته نږدې د شپې په نهو نیمو بجو پیدا شوي دي.

هېڅ یو امنیتي بنسټ، د دغې پېښې د څرنګوالي او د دغو وژل شویو کسانو د پېژاند په اړه په رسمي توګه څه نه وايي؛ خو یوه امنیتي سرچینه ټینګار کوي چې دغه وژل شوي کسان افغان وګړي دي چې د یوې شبکې له خوا وژل شوي چې کار یې کار یې هدفي وژنې دي. 

بلخوا پاکستاني طالبانو د دې پخلی کړی چې د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستیال شیخ خالد حقاني او د دغه تحریک یو قومندان قاري یونس وژل شوي دي. 

په ځينو رپوټونو کې راغلي دي چې اوونۍ مخکې د دغو دوه تنو مړي پاکستاني طالبانو ته ورکړل شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس په دې اړه وايي:«د افغانستان کشفي او څېړنیز په ځانګړې توګه کشفي بنسټونه باید ځواب ورکړي چې دوی څوک وو؟ په کوم ځای، په کوم وخت، څه ډول وژل شوي او د دې فاعل څوک دی او انګېزه یې څه ده.»

د قاري یوسف یونس په اړه ډېر اطلاعات په لاس کې نشته؛ خو له شیخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو د تحریک د پخواني مشر حکیم الله محسود ته د نږدې کس په توګه یادونه شوې ده.

نوموړی چې، ۳۳ کلن و، څه باندې یوه لسیزه مخکې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره یو ځای شوی و، او په دې موده کې د پاکستاني سیاستوالو پر وړاندې د څو لویو ترسره شویو بریدونو مسوول پېژندل شوی دی.

شیخ خالد د پاکستان په حقانیه دارالعلوم کې زده کړې کړې وې او د پاکستاني طالبانو د تحریک ډېری فتواوې د هغه په لاسلیک سره د خلکو په منځ کې وېشل کېدې.

یو وارې هغه په سیمه کې د سولې د هڅو په اړه ویلي و چې:«د پاکستان دولت نه شي کولی د امریکا فشارونه وزغمي. دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان پوځ او دولت له طالبانو سره د خبرو لپاره هوکړې ته نه دي رسېدلي او دغه تضاد به تل وي.»

په داسې وضعیت کې داسې اندېښنې رامنځته شوي که چېرې شیخ خالد حقاني او ملګري یې په رېښتیا سره هم په کابل کې وژل شوي وي؛ نو دغه پېښه به د سیمې پر وضعیت څه اغېزه وکړي؟ دا پوښتنه هم مطرح کېږي چې، په سیمه کې د سولې هڅو ته په کتو، په کابل کې د پاکستاني طالبانو د تخریک د دغو دوو مهمو غړو شتون، څه پیغام درلود؟

د سولې عالي شورا غړی رحیم بېګ یعقوبي وايي:«اوس د دوه دولتونو ترمنځ تفاوت شتون لري چې دغه امنیتي ستونزې یې رامنځته کړې دي او هر څوک له هره ځایه راپیدا کېږي؛ خو د سولې اصلي وارث او مذاکره چي باید په خپله د افغانستان خلک وي.»

دا لومړی ځل دی چې، په کابل کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د مخکنیو لوړ پوړو غړو له وژل کېدو خبر ورکول کېږي.

تر دې مخکې، د افغانستان د ختیځو او سوېلي په ځینو ولایتونو کې دغه ډول پېښې شوې وې. د پاکستان حکومت په دې اړه افغان حکومت له پاکستاني طالبانو پر ملاتړ تورن کړی؛ خو کابل تل د اسلام اباد دغه ډول تورونه رد کړي دي.
 
پاکستاني طالبانو د دې پخلی کړی چې د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستیال شیخ خالد حقاني او د دغه تحریک یو قومندان قاري یونس وژل شوي دي. 

شریک یي کړئ