امنیتي سرچینې وايي چې د کابل ښار په شور بازار سیمه کې د سیک هېوادوالو پر درمسال وسله وال برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي چې برید کې څلور بریدګر ښکېل وو چې یو یې تر اوسه د افغان او بهرنیو ځواکونو سره نښته کې وژل شوی او درې نور لا هم په جګړه بوخت دي.
مخکې له دې د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین ویلي وو چې چې نن سهار نېږدې اته بجې(د وري په ۶مه نېټه) درمسال ته ځانمرګي بریدګر د ننه شوي دي او افغان ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي دي.
سیمه کې ژغورندګاډي د ټپیانو لېږد په موخه تګ راتګ کوي.
د برید کابو کولو په موخه سیمې ته بهرني ځواکونه هم رسېدلي دي.
د سمې خلک وايي چې تر اوسه یې د چاودنو غږ اورېدلی او سیمه کې نښته روانه ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې اوسمهال د درمسال لومړی پوړ له وسله والو پاک شوی دی او ایسار کسان ژغورل شوي دي.
طارق آرین زیاتوي چې افغان ځواکونه د نورو ایسارو کسانو د ژغورنې لپاره هڅې کوي.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.