Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید؛ ۲۷ تنه وژل شوي

وسله والو بریدګرو نن له غرمې مخکې (جمعه د کب په ۱۶مه) ۱۱:۲۰ دقیقې د کابل په لوېدیځ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر مراسمو برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې تراوسه (له غرمې وروسته درې بجې) په دغه برید کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي طلوع نیوز ته وايی چې شونې ده دغه شمېر بدلون وکړي.

د هغه په وینا، بریدګر د عبدالعي مزاري «مصلی» ته نږدې په یوې ودانۍ کې ځای پر ځای شوي وو.

که څه هم هغه د بریدګرو د شمېر په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي. بهرني ځواکونه هم د پېښې سیمې ته نږدې حضور لري.

په دغو مراسمو کې اجراییه رییس عبدالله عبدلله، د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي، د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او ځينو نورو سیاستوالو حضور درلود.

بریدګرو هغه مهال په برید لاس پورې کړ چې محمد کریم خلیلي وینا کوله.

هغه تصویرونه چې له برید وروسته له عبدالله عبدالله، کریم خلیلي او محمد محقق څخه خپاره شوي، د دې ښودنه کوي چې دغو درې تنو ته زیان نه دی رسېدلی.

تراوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې، خو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

تېره کال هم، همدلته د عبدالعلي مرازي د تلین مراسم د یوه برید له خوا په نښه شول چې په هغه کې ۱۱ تنه ووژل شول.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې پېښه کې ۲۷ تنه وژل شويا و کابو ۵۰ تنه نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه