د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د التقوا جومات کې یوې چاودنې د نوموړي جومات د ملا امام او مفتي سمیع الله ریحان ژوند واخیست او ۱۶ تنه نور یې ټپیان کړل.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه پېښه نن یوه بجه او شل دقیقې هغه مهال رامنځته شوه چې د جومات په منبر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاوېدل.
شونې ده چې د دغې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شي. خو د کورنیو چارو وزارت یوازې د سمیع الله ریحان وژل کېدل تایید کړي دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.