Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'کابل کې د نننۍ چاودنې ډېری قربانیان ولسي وګړي وو'

حکومت او د پېښې شاهدان وايي چې نن په کابل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان د چاودنې ډېری قربانیان ولسي وګړي وو.

د هغو شمېرو پربنسټ چې کورنیو چارو وزارت وړاندې کړي دي، په دغې پېښه کې لس تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي؛ خو نارسمي شمارې د قربانیانو شمېر له دې زیات ښييږ

د دغې پېښې دوه وژل شوي فواد او عبدالحکیم کاوون چې سره باجه ګان دي د چاودنې پر مهال له دغې سیمې تېرېدل او د خپل رسټورانټ په لور روان وو، وژل کېږي.

د قربانیانو له خپلوانو حاجي متین وايي:«د دغو قربانیانو له ډلې د یوه دوه ماشومان پاتې دي چې یو یې اوه کلن او بل  یې شپږ کلن دی. له بل قرباني هم دوه لوڼې پاتې دي چې یوه یې څلور او بله یې پنځه کلنه ده.»

د قربانیانو بل خپلوان غلام رباني هم وویل:«د یوه قرباني مړی مو پیدا نه کړ. خو د هغوی د یوه مړی په ایمرجنسي روغتون کې مو پیدا کړ.»

په دغه سیمه کې چې دغه چاودنه شوې ټول د هستوګنې کورونه او ډېری وخت په کې بېروبار وي. د دغې پېښې له امله یو زیات شمېر کورنۍ په وېر ناست دي.

محمد موسی چې په دې سیمه کې د سړک پر سر توکي پلوري وايي:«ګاونډۍ مې زما تر خوا ولاړ و چې یو غږ راغئ او موږ دواړه ولوېدو او هېڅ پوه نه شوو.»

بېلابېلې هټۍ په دې پېښه کې لولپه شوي دي. د پېښې د شاهدانو په وینا، لا هم د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه تري تم دي او داسې پتېیل کېږي چې، د چاودنې د شدت له امله ښايي له منځه تللي وي.

د پېښې شاهد پیوند علي وویل:«زموږ د کورنۍ د یوه غړي مړی له سهاره تراوسه ورک دی. د کابل ښار ټول روغتونونه مو وکتل؛ نه یې مړی معلوم دی او نه یې ژوندی.»

د پېښې شاهدان وايي، د دغې پېښې نږدې ټول قربانیان ولسي وګړي دي چې د پېښې ځای په شاوخوا کې د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو په لټه کې وو او یا هم هغه کسان دي چې له دې سیمې د تېرېدو په حال کې وو.

د امرالله صالح دفتر ویلي دي چې د دغه دفتر ځينې کارکوونکي هم ټپيان شوي دي او د هغوی کوم کس وژل شوی نه دی.

تراوسه د دغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي چې لومړنۍ څېړنې ښيي هغه چاودېدونکي توکي چې په دغه چاودنه کې استفاده شوي دي د هغو چاودنو موادو ته ورته والی لري چې له دې مخکې حقاني ډلې یې مسوولیت ملنی دی.

دغه چاودنه نن سهار ۷:۳۰ دقیقې هغه مهال د کابل ښار د څلورمې حوزې په تایمني سیمه کې رامنځته شوه چې ښاغلی صالح د خپل دفتر په لور روان و.

شریک یي کړئ