Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د هوا له حده زیاتې ککړتیا خلک اندېښمن کړي

په دې ورځو کې کابل کې د هوا ککړتیا لکه ترهګري د انسان د ژوند په وړاندې ګواښ بلل کېږي.

محمد یعقوب چې کابل ښار کې هټۍ لري، وايي د دغه ښار هوا هغه ناروغ کړی:«سهار کله چې له خوبه راوېښېږو، زموږ پر پوز ماسک وي د شپې تر نهو بجو.»

د هوا د ککړتیا له امله د ناروغانو شمېر د پلازمېنې په یوه روغتون کې په څلرویشتو ساعتونو کې سلګونو تتو ته رسېږي.

په داسې حال کې چې ډېری کسان هم شخصي ډاکترانو او درملتونونو ته ورځي.

د کابل یو تن اوسېدونکی شاه ولي وايي:«د هوا د ککړتیا له امله ماشومانو ته مې هم تکلیف پيدا شوی، له اوو بجو کلینیک ته راغلی یم.»

د کابل بله اوسېدونکې حسینه څرګندوي:«لورکۍ مې له حده زیاته ناروغه ده. څو ځله مې ډاکټر ته راوسته، جوړه نه شوه. سینه و بغل ده.»

د وچ او له اورښت پرته ژمي رارسېدل، د کم کیفیته سونګ توکو کارول او همداراز د ښار په بېلابېلو برخو کې د خلکو لخوا کثافاتو ته اور اچول، په پلازمېنې کې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه بلل کېږي هغه څه چې تر ډېره د شپې له خوا شاهد وو.

محمدصادق وايي له سهاره ترماښامه په دغې ککړه هوا کې وي، له څه مودې راهیسې د نفس تنګۍ له ستونزې سره مخامخ شوی او خپلې روغتیايي وضعیت لپاره باید تل تر درملنې لاندې وي.

هټیوال محمد صادق په دې اړه وویل:«هوا خرابه ده او د ساه بندۍ ستونزه راته پيدا شوې ده. اړ یم چې هر دوه یا درې ورځې وروسته ډاکټر ته ولاړ شم.»

خو د هوا د ککړتیا له امله ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره هر یو کس باید کوم کارونه وکړي؟

آیا یوازې د پوزې او خولې پټول او د کثافاتو سوځول او همداراز د کم کیفیته سونګ توکو د کارولو مخنیوی په دې برخه کې بسنه کوي؟

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د پروګرامونو رییس محمد کاظم همایون په دې اړه وویل:«له هر یوه ساعت او یا دوه ساعتونو وروسته، باید خپل لاس او مخ وومنځي، ځکه چې الایندې دومره کوچني دي چې کولای شي د پوټکي لارې هم انسان وګواښي، د دې په خاطر سړی باید له دې برخې هم خپل تدابیر ولري، خپلې سترګې هم باید له یوه ساعت وروسته ووینځي، پاکې کړي، خوله هم غړ غړه کړي.»

افغانستان په تېرو څو کلونو کې د هوا د ککړتیا او ځمکې د تودوخې له ستونزو سره مخامخ دی او هغه پروګرامونه چې د دې ستونزې د هواري لپاره په پام کې نیول شوي اغېزمن نه دي بلل شوي.

تېره اوونۍ یوه امریکايي بنسټ په یوه رپوټ کې کابل له هغو لسو ښارونو وباله چې د دې بنسټ په وینا تر ټولو ککړه هوا لري.

در کابل، شهری که از جمله شهرهای دارای آلوده ترین هوا شناخته می‌شود، چگونه باید زیست؟ هر باشندۀ پایتخت، برای رویارویی با تهدیدهای برخاسته از آلوده‌گی هوا، چه کارهایی را باید انجام بدهد؟

شریک یي کړئ