Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د هوا ککړتیا کموالي طرحه؛ د ککړتیا ۳۴۹ عامله په ګوته شوي

له هغې دوه ورځې وروسته کله چې ولسمشر غني د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له کړنو ناخوښي څرګنده کړه، دغه بنسټ په کابل کې د هوا ککړتیا د کموالي لپاره د طرحې له جوړېدو خبر ورکوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادراې رییس وايي چې د دغې طرحې په عملي کېدو سره، په کابل کې د هوا ککړتیا د زیاتوالي انګېزې او عوامل په ګوته او ارزیابي کوو او وروسته د هوا ککړتیا د مخنیوي په کمېسیون کې چې مشري یې د ولسمشر په غاړه ده، د هغې په اړه پرېکړه وشي. 

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس شاه زمان میوندي وايي چې د کابل د هوا ککړتیا بحث جدي دی او تراوسه د کابل د هوا ککړتیا ۳۴۹ عاملونه په ګوته شوي دي.

هغه زیاتوي:«د کابل ښار د پنځو مشخصو ښارګوټو ارزونه، د حمامونو ارزونه، د خښتو د پخولو بټۍ، او ریک رېشنونه، د ډبرو سکرو د استفادې لپاره مشخصه طرحه، د عاملانو د تفکیک لپاره مشخصه طرحه، د ککړتیا سرچینې او حل لارې.»

ولسمشر غني د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پنج شبنې په ماښام ناسته کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي کمېسیون پر کار او د دغه کمېسیون د غړو پر بې غورۍ خپله نارضایتي وښوده او همداراز یې لارښوونه وکړه چې، تر راتلونکو لسو ورځو باید د کابل د هوا ککړتیا د کمښت لپاره جدي کار وشي.
 
د ولسمشر ویان دصدیق صدیقي وايي:«کمېسیون ته وخت ورکړ څو پر یوې طرحې عملي کار وکړي، څو وکړای شو د هوا ککړتیا په کموالي کې یوه پایله ترلاسه کړو.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین دا مني چې، د کابل د هوا وضعیت اندېښمنونکی دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر دې مخکې ویلي و چې، د کابل د ککړې هوا په ذراتو کې څو برابروالی راغلی او دغې موضوع د کابل مېشتو ژوند سخت کړی دی.

په کابل کې د هوا ککړتیا د ورځې پر ځای د شپې لخوا په آزاده فضا کې نفس ایستل ستونزمن کړي او د ډېریو ناروغیو لامل هم شوی دی.

د کابل اوسېدونکی فهیم وايي:«د ماښام شپږ بچې دي؛ واقعاً په دې وخت کې کابل کې تګ راتګ امکان نه لري.»

د بې کیفیته سونګ توکو واردېدل او په حمامونو، د خښتو بټیو، کارخونو، ریګ ریشنونو او نورو ځایونو کې یې سوځول د کابل د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه پېژندل کېږي او د ژمي په رارسېدو سره، دا وېره شته چې، د دغې ککړتیا کچه تر دې هم لوړه شي.

شریک یي کړئ