Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تېرې شپې د پېښې ډېری مړي په ډله‎ییزه توګه خاورو ته وسپارل شول

د کابل په لوېدیځ کې شپږمې حوزې په اړوند سیمه کې د شهر دوبۍ ودونو تالار کې د واده مراسمو کې د ځانمرګي برید د ځينو وژل شویو مړي نن یکشنبې (د زمري په ۲۷مه)په ډله‎ییزه توګه کابل کې خاورو ته وسپارل شول. 

د ناوې پلار وايي چې ۱۱ تنه خپلوان یې وژل شوي او درې زامن یې لاهم نادرکه دي.

د ناوي پلار محمد غلام په دې اړه وویل:«څلور خوریونه مې د وژل شویو په ډله کې دي، ورېرونه مې دي، زامن مې دي، د چا نوم ژر واخلم؟»

تمه وه چې دغې کورنۍ کې د خوښۍ جشن وشي، خو اوس په کې د غم ټغر غوړېدلی .د ناوې د کور تر خوا بیا ډله‌ییز قبر کېندل کېږي، څو د وژل شویو کسانو مړي په ډله‎ییزه توګه خاورو ته وسپارل شي.

احمد جواد د دغې پېښې یو بل زیانمن دی هغه په دغې پېښه کې دوه زامن چې یو یې دوولس کلن او بل پنځه لس کلن و، له لاسه ورکړي دي.

احمد جواد په دې اړه وايي:«خدای دې د دغو ظالمانو په کور کې زما په څېر د دوه ماشومانو مړي راولي، خدای دې همدا ولسمشر هم همداسې کړي، نه پوهېږم چې جنش نیسي او که خلک قتل عام کوي؟»

د کابل په قلعه بختیار سیمه کې هم د تېرې شپې د پېښې قربانیانو ته ډله‌ییز قبر کېندل کېږي. د څلور ماشومانو او دوه ځوانانو جسدونه د یوه او بل تر څنګ تر خاورو لاندې کېږي.

دوی ټول د یوې کورنۍ غړي وو، د دې کورنۍ وړوکی وژل شوی شپږ کلن ماشوم و.

د وژل شویو هلکانو ورور احمد فواد وویل:«د دغې پېښې په وژل شویو کې دوه مې وروڼه دي، یو مې وراره دی، د عمه لمسی او یو مې د عمه زوی دی.»

محمد رضا قرباني هغه کس دی چې اووه لس کلن زوی د شهر دوبۍ هوټل کې ګارسون و، د نوموړي زوی هم په دغې پېښه کې وژل شوی دی.

د وژل شوي ځوان پلار محمد رضا قرباني په ډاګه کړه:«ډېر درد لرم په ژبه یې ویلای نه شم، تاسې په خپله فکر وکړئ مثلاً د سړي اولس کلن زوی ووژل شي سړی څه وضعیت لري؟»

خاورو ته د دې ځوان په سپارل کېدو سره د محمد رضا د کورنۍ، درد و غم، نارې سورې څو برابره کېږي، خو دا یوازې د محمد رضا کورنۍ نه ده، بلکې دې چاودنې کابل کې د ډېرۍ کورنۍ په ورته غم کېنولي دي.

شریک یي کړئ