د کورنیو چار وزارت وايي چې د دغه وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو «د نبي کوهبندي په نامه» یو خطرناکه جنایت کوونکی کابل کې وژلی دی.
د دغه وزارت په وینا، دغه کس نن له غرمې وروسته (دوشنبې د غبرګولي په ۲۵مه) د کابل پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې له هغې وروسته ووژل شو چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته شو.
د کورنیو چارو وزارت همدارنګه زیاتوي چې کوهبندي کابل کې د یوې لس کسیزې جنایت کارې ډلې مشري په غاړه لرله او د کابل د نهمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې «د غلا، شوکو رهزنۍ، چورتالان او د عامه نظم په خرابولو کې » مهمه ونډه لرله.
دا په داسې حال کې ده چې کابو درې اوونۍ مخکې، امنیتي ځواکونو د ناپېژاده وسلهوالو کسانو یو مشر عنایت قجي په پغمان کې وواژه.
کورنیو چارو وزارت ویلي و چې هغه د پولیسو تر تعقیب لاندې و او په څو جنايي پېښو کې یې لاس درلود.