Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستو لپاره د دین علمانو غوښتنه

ځینو دیني عالمانو ولسمشر اشرف غني ته وړاندیز کړی چې د سولې خبرو اترو د بیا پيل لپاره دې، طالبانو ته په کابل کې دفتر پرانیزي.

دیني عالمان له ولسمشره غواړي چې په کابل کې طالبانو ته دې ځکه سیاسي دفتر پرانیزي چې له دغې ډلې سره د احتمالي خبرو یو ادرس مالوم وي.

له دې سره ولسمشر غني وایي چې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو له پر بنسټ سوله کېږي او له پاکستان سره د دولتونو ترمنځ خبرو له لارې.

د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په سلګونه راغونډ شویو دیني عالمانو په کابل کې دوه ورځې بحثونه وکړل او د خپلو خبرو پایلې یې له ولسمشر سره شریکې کړي.

 دوی له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شی.

د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي وویل:«د سولې له بهیره ملاتړ وکړو ځواکمنه کړو او د خلکو د سولې د غوښتنې غږ په ټولو ځاینونو کې په انګازې راولو.»

اخوا ولسمشر اشرف غني وایي چې له طالبانو سره سوله یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې راتلای ش.

ولسمشر غني زیاته کړه:«هغه غوښتنې چې له حکومت څخه یې لرو زه تل هغه منم زما هیله دا ده هغه غوښنې چې له طالبانو یې لرلې هغوی هم هغه دې هغه ونه مني او د خپلو خلکو غږ په انګازې کړي. »

ولسمشر زیاتوي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره سیمه‎ییز او نړیوال شرایط برابر شوي دي.

غني زیاته کړه:«زه له طالبانو سره سوله له پاکستان څخه نه غواړم که‎چېرې طالب افغان دی او علما کرام مني را دې شي په بین افغاني سولې سره به کېنو او له پاکستان سره دولت په دولت باید سوله وشي.»

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزی وايي:«هغه غونډې چې جوړوي یې لکه چې په تېرو کې یې هم پایله نه ده ورکړې اوس هم نه ورکوي ملي شورا پر دغو غونډو نیوکه لري که‎چېرې په راتلونکې کې په ملي مسایلو په غونډو کې د ملي شورا غړي باید حضور ولري.»

ټاکل شوې ده چې افغان حکومت د فبروري میاشت په لومړیو کې د څه باندې شلو هېوادونو او سازمانونو په ګډون د  کابل پروسې د دویمې غونډې کوربتوب وکړي، په دې غونډه کې به له طالبانو سره د سولې تګلاره هم اعلان شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه