Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې ماین چاودنه؛ یو تن وژل شوی دی

د کابل پولیسو نن (یکشنبې د وږي په ۹مه) په یوې خبرپاڼه کې وايي چې کابل کې یوې چاودنې یو تن وژلی او یو بل ټپي کړی دی.

په خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې دا چاودنه تېره شپه ۷:۴۰ دقیقې د نهمې حوزې اړوند په قلعه میرعباس کې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونه د سیمې د څارنې په لړ کې له یوه مشکوک کور سره مخ شول او په دې وخت کې، په نوموړي کور کې یوه په لاس جوړ شوي ماین چاودنه ووکړه.

خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې په دغه کور کې ځينې کسان د ماین پر جوړولو بوخت وو چې په خپله د ماین ښکار شول.

پولیسو په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل.  

شریک یي کړئ