Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې ماین چاودنې د یوه لرغون‎پېژندونکي ژوند واخیست

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن(شنبې د غبرګولي ۱۲مه) تائيدوي چې د کابل بني‎سار سیمه کې د سرک غاړې ماین چاودنې د دې وزارت د یوه لرغون‎پېژندونکي ژوند اخیستی دی.

دا وزارت وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه نور لرغون پېژندونکي ټپيان دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند، محمدصابر مومند څرګندوي چې پېښه نن سهار کابو اووه بجې هغه مهال شوې ده چې یاد لرغون‎پېژندونکي د مس‎عینک سیمې ته د کار په موخه روان وو.

د پېښې ټپيان کابل کې «ایمرجنسي» روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا وزارت وايي چې لرغوني‎پېژندونکي هره اوونۍ له شنبې تر پنج شنبې لوګر ولایت ته تلل.

تر اوسه پورې د پېښې مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي په کابل ښار کې د دې وزارت د یوه لرغون‎پېژندونکي له وژل کېدو خبر ورکوي 

شریک یي کړئ