د کابل ښار د نهمې حوزې په اړونده سیمه کې د یوه موټر بم چاودنه لږ تر لږه څلور تنه ولسي وګړي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې د دغې چاودنې موخه د بهرنیو ځواکونو کاروان وو چې نن سهار (جمعه د غبرګولي په ۱۰مه) له دغې سیمې تېرېدل.
په افغانستان کې د امریکا د ملي پوځ د رسنیو دفتر طلوع نیوز ته ویلي چې د امریکايي ځواکونو د موټرو پر یوه کاروان برید شوی دی.
د امریکا پوځ وايي چې د هغوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې په دغې پېښه کې څلور تنه امریکايي ځواکونه ټپيان شوي دي.
د دغې پېښې پړه طالبانو منلې ده.
تېره ورځ هم یوه ځانمرګي برید د کابل ښار کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون تهڅېرمه د شپږو تنو ژوند واخیست او شپاړس تنه نور یې ټپيان کړل چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی.