نامالومو وسلهوالو نن سهار(سېشنبې د غوايي ۲۴مه)د کابل په کارته پروان سیمه کې یو سوداګر تر لوټلو وروسته وواژه.
د نوموړي سوداګر خپلوان د امنیت د تامین په برخه کي لویه ملامتیا پر پولیسو اچوي او وايي که حکومت د جنايي جرمونو مجرمینو ته سزا ورکړي هېڅوک به د غلا او وژنو جرئت ونه کړي.
د ولسي جرګې د یوه غړي ساتونکو چې د دې پېښې شاهدان دي، حتا د وسلهوالو پر موټر یې ډزې کړي، خو هغوی وتښتېدل.
د پېښې شاهد محمد نادر په دې اړه وویل:«ډزې یې وکړې موټر یې پلېټ هم نه درلود ما هم پنځه شپږ ډزې پرې وکړې خو وتښتېدل.»
د پېښې بل شاهد اغا ګل هم وايي:«له درې لورو یې پرې ډزې وکړې تر هغې چې مړ شو او حق ته تسلیم شو د موټر دروازه یې خلاصه کړه بیک یې واخیست او ولاړل.»
خو د کابل پولیس د یادي قضيي په هکله د څېړنو له پیلیدو خبر ور کوي او وايي د مجرمینو د پېژندني او نیولو لپاره يي هڅي پیل کړي دي.
د حشمت برهان خپلوان چې د روغتون ترمخه د هغه د مړي د اخستو لپاره ولاړ دي وايي، دې سوداګر تېر اتهلس کاله په هېواد کې پانګهونه کړې وه.
دوی حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې په بېپروايۍ تورنوي.
د حشمت برهان له خپلوانو محمد حسین وايي:«کله چې یو سوداګر امنیت ونهلري پانګهوال له هېواده وځي او د ملت بدبختي لا زیاتېږي»
د حشمت برهان یو تن خپلوان عبدالرسول هم څرګنده کړه:«په ښار کې په رڼا ورځ خلک په یوې حلالې نمړۍ پسې خو وژل کېږي.»
هېوادوال د جنايي جرمونو له زیاتېدو اندېښنه لري او وايي، په تېره یوه کال کې پلازمېنه کې وژنې، وسلهوالې غلاوې، انسان تښتوونې او نورې پېښې زیاتې شوي دي.