Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل برید؛ شپږو ساعتونو کې ۲۵ ملکي کسان ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې په ترڅ کې وايي چې کابل کې د افغان سیکانو پر درمسال برید کې ۲۵ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپیان دي.

د خبرپاڼې له مخې د برید پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ کسان ژغورل شوي دي.

دغه برید د کابل شور بازار سیمه کې د افغان سیکانو پر درمسال برید وروسته له شپږو ساعتونو نښتې پایته ورسید.

طلوع نیوز ته ځانګړي ځواکونه وايي چې دغه برید کې څلور بریدګر ښکېل وو او ټول وژل شوي دي.

دغو بریدګرو نن سهار(چهارشنبې د وري په ۶مه نېټه) کابل کې د سیکانو پر درمسال برید وکړ او وروسته له امنیتي ځواکونو سره ونښتل.

امنیتي سرچینې وايي چې نښته کې ۱۱ تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه