Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې پر یوې امنیتي پوستې برید؛ څلور سرتېري وژل شوي

د بریدګرو یوې ډلې تېره شپه (پنجشنبې د غوايي ۲۶ مه) د کابل ښار په اړوند سیمه کې د عامه محافظت ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د پېښې شاهدان او د سرتېرو خپلوان وايي چې په دغه برید کې د عامه محافظت ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي دي.

خو د عامه محافظت ځواکونه او د کابل امنیه قومندانۍ په دې اړه څه نه وايي.

خو د طلوع نیوز خبریال کریم امیني چې د پېښې سیمې ته تللی وايي چې بریدګرو دغه پوسته سوځولې ده.

د دغه برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

دغه پوسته د څرخي پله له امنیتي کمربند څخه یوازې څو سوه مټره واټن لري. د پېښې شاهدان وايي چې له بریدګرو سره د دوه ساعته جګړې په لړ کې هېڅوک د عامه محافظت د دغو ځواکونو مرستې ته هېڅوک رانه‎غلل. 

د عامه محافظت ځواکونه د خصوصي امنیتي شرکتونو له لغوه کېدو وروسته رامنځته شول او کورنیو چارو په وزارت کې د چارواکو په وینا، چې دغه ځواکونه د کابو ۲۰۰ خصوصي، نړیوالو او دولتي پروژو د امنیت تامین مسوولیت په غاړه لري.

شریک یي کړئ