د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ ریشخورو سیمه کې ځانمرګي برید د دریوو ملکي کسانو ژوند اخیستی.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې برید نن سهار۸ بجې شوی او په ترڅ کې یې ۱۵ تنه ملکي کسان ټپيان شوي هم دي.
د یاد وزارت ویاند، طارق ارین زیاتوي چې بریدګر ورپورې تړلو چاودېدونکو توکو ته د خلکو په منځ کې چاودنه ورکړې او یاد شمېر ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت دا برید دانساني او اسلامي ارزښتونو خلاف بولي او زیاتوي چې روژې میاشت کې دا ډول برید جنایت دی.
د بربد مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.