د کابل امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار(دوشنبې د غويي ۲۲مه نېټه) کابل د پرله پسې څلورو چاودنو شاهد وو.
د چارواکو په خبره چاودنې د کابل تهیه مسکن سیمه کې شوې دي او موخه یې د یوه دولتي موټر په نښه کول وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم کابل کې د مقناطسي ماین له کبله درې چاودنې شوې وې.
د چاودنو مسوولیت تر اوسه پورې چا نه دی منلی.