یوه پخوانی ټلوېزیوني ویانده مینه منګل نن شنبې (د غوايي په ۲۱مه) د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا ووژل شوه.
تراوسه د دغه برید انګېزه مالومه نه ده، خو د کابل پولیس وايي چې دا پېښه څېړي.
مېرمن منګل په دې وروستیو کې د ولسي جرګې د فرهنګي سلاکارې په توګه دنده په مخ بیوله.
مېرمن منګل د کابل په کارته نو سیمه کې ووژل شوه، د پیښې شاهدان وايي چې د ولسي جرګې د کلتوري چارو سلاکاره او د تلویزیون پخوانۍ ویانده مینه منګل د کاري دفتر په لور روانه وه چې د ناپېژانده کسانو له خوا پرې ډزې وشوې.
د کابل پولیس وايي په دې اړه پلټنې پیل شوې او تراوسه د دې پیښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
مینې منګل له دې مخکې پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي و چې د یو شمېر کسانو لخوا ګواښل شوې ده.