نن (سېشنبې د زمري په ۱۵مه) مازدیګر د ۴:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې کابل کې یوې چاودنې پنځه تنه ووژل او اوه تنه نور یې ټپيان کړل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې دا چاودنه د کابل ښار د اولسمې حوزې په اړوند سیمه د روسها سړک کې د دولتي کارکوونکو په موټر شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دا چاودنه په یوه بایسکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله وه.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغې پېښې وژل شوي او ټپيان د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې کار کوونکو دي.