د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو ریاست سرپرسته، کامله عطايي وايي چې تېرو شپږو میاشتو کې په دې ولایت کې کابو زرو بهرنیو وګړو ته د کار جواز ترلاسه کړی.
نوموړې زیاتوي چې تر ډېره دا جوازونه د روزنې، روغتیا، مدیریت او دریورۍ په برخو کې ویشل شوي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالۍ ښیې، ځکه د تېر کال همدا مهال ۲۳۹ تنو ته جواز ورکړل شوی وه.
دا وايي چې بهرنیو وګړو ته د جواز ویش له درکه بانک ته لږ ترلږه لس میلیونه افغانۍ ورغلي دي.
مېرمن عطايي وړاندې وویل چې د دې ترڅنګ ۱۱۸۷ افغانانو ته هم د کار جواز ورکړل شوی، خو له پوهنتون څخه فارغ شوي کسان د کار نشتوالي څخه شکایت کوي.
روحالله چې دوه کاله مخکې د بلخ ولایت د ادبیاتو پوهنځي څخه فارغ شوی، خو وايي ورته لا هم کار نه دی پیدا شوی.
ده طلوعنیوز ته وویل:«ما د ۱۳۹۴ کال راهیسي د څو بستونو لپاره فورم ډک کړی دی، په تمه پاتې کېږم او بیا یوه میاشت دوه میاشتې وروسته خبریږم چې هغې پست ته بل کس وخت نیول شوی دی.»
د هېواد ډېر شمېر ځوانان بهر ته د کډوالۍ لامل هم تر ډېره بیکاري بولي.
کاوه چې له پوهنتون څخه فارغ دی او بیکاره دی په دې اړه زیاتوي:«زموږ درسونه د کار بازار سره همغږي نلري، کله چې خپل اسناد یوې ادارې ته وړم وايي چې زموږ له معیار سره برابر نه دي.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې بهرنیو وګړو ته د کار جواز ورکړه ښه ګام بولي او کولی شي چې نور کسان د دوی له زدهکړو تجربه تلاسه کړي.