د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې نن (سې شنبې د لیندۍ په ۲۰ مه) د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر کاروان موټربم چاودنه شوې چې له امله یې ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې دا پېښه نن سهار د ۹:۲۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
هغه د دغې پېښې د ټپيانو په اړه څه نه وايي.
بل پلو تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.