Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کاري دفتر ته د احمدي حاضرېدل؛ د ولسمشر دویم حکم تر پښو لاندې کېدل

یوه ورځ مخکې ولسمشرۍ دفتر په یوه حکم کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي له دندې ګوښه کړ، خو د دوشنبې په ورځ نوموړي د بهرنیو چارو په وزارت کې خپل کار ته دوام ورکړ او دا په تېرو څو میاشتو کې د ولسمشر دویم حکم دی چې د اجراییه ریاست لخوا ناسم بلل کېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ چې ښاغلی احمدي یې په نامسوولانه څرګندونو تورن کړی، د هغه ګوښه کول د ولسمشر له واکونو څخه ګڼي، خو وايي چې اجراییه ریاست د ولسمشر دا حکم ناسم او د حکومت د سیاسي اخلاقو پر خلاف ګڼي.

د ولسي جرګې پخوانی مرستیال همایون همایون په دې اړه وايي:«هغه وزیر چې ځواک لري او د واک په راس کې دی له هغه سره دې ستونزه حل کړي، له همدې امله ویاند یې او هغه کسان چې په ټيټه کچه کې دي غواړي هغوی ته سزا ورکړي څو نور عبرت واخلي هغه څه چې د خندا وړ دي.»

اخوا ولسمشرۍ دفتر د حکومتي کارکوونکو ګومارل او ګوښه کول د ولسمشر له صلاحیتونو څخه بولي او د ښاغلي احمدي د ګوښه کولو لامل هم پاکستان ته د طالبانو د سفر په هکله د هغه نامسوولانه څرګندونې بللې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه:«که‎چېرې ټاکل شوې وي د هغوی له ګوښه کېدو او د هغه پر ځای د یوه بل کس له ګومارلو وروسته هغه حضور ولري، دا زموږ د هېواد د اداري قوانینو پر خلاف دي.»

له دې مخکې صبغت احمدي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په کلنۍ ناسته کې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب ګډون د نورو هېوادونو په پرتله کمزورې ونډه اخیستل بللي و چې دا څرګندونې د ارګ له نیوکې سره مخامخ شوې وې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي وو:«سږ کال مو د ملګرو ملتونو سازمان په غونډه کې تر ټولو کمزوری حضور درلود.»

له بلخوا اجراییه ریاست د ښاغلي احمدي د ګوښه کولو په اړه د ولسمشر حکم په اوسني وضعیت کې د سیاسي اخلاقو پرخلاف بولي.

پخوانی ډیپلوماټ احمد سعیدي څرګندوي:«د ویاند ګوښه کول او یا هم ګومارل په بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري دا یوه ډېره وړه خبره ده چې یو ولسمشر یو ویاند له دندې ګوښه کړي.»

د ولسي جرګې غړی منورشاه بهادري هم وايي:«د افسوس ځای دی چې ارګ یوې خواته ځي او بهرنیو چارو وزارت بلې خوا ته.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ښاغلي احمدي د ګوښه کولو لامل د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره د ولسمشر د اختلافاتو له امله بولي، لکه څنګه چې ښاغلي رباني د ولسمشر پلاوي ته د دې وزارت د کارونو د ارزونې اجازه ور نه‎کړه او همداراز دا اختلافات د دې لامل شول چې د ولسمشر غني لخوا معرفي شوی اداري مرستیال د څلورو میاشتو لپاره په دې بریالی نه شي چې خپل کار پیل کړي.

د بایومېټریک دستګاوو پر سوکه لېږد د څارونکو نیوکې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه