Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کاپیسا او دایکندي کې د ۲۲طالب وسله‌والو وژل کېدل

کاپیسا او دایکندي ولایتونو کې د افغان ځواکونو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملي امنیت په خبره شوې خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د مرغومې په ۹مه نېټه) راغلي چې ځانګړو ځواکونو په نجراب ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي او په ترڅ کې یې ۸ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

خبرپاڼې همداراز ویلي چې د طالبانو پر پټنځایونو د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو برید په پایله کې یو شمېر وسلې هم د دغو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

همداراز د یوه بل خبر له مخې د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دایکندي په ګجران ولسوالۍ کې ۱۴ طالب ۱۴طالب وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ګجران ولسوالۍ کابو لس کلي هم د وسله والو له شتون نه پاک شوي دي.

ملي امنیت او دفاع وزارت په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

طالبانو د دواړو خبرونو په تړاو څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې وايي چې د کاپیسا ولایت ګجرانو ولسوالۍ کې کابو لس کلي د وسله‌والو له شتون نه پاک شوي دي

شریک یي کړئ