د کاپیس ولایت سیمهییز چارواکي د طالبانو برید په پایله کې د دوو سیمهییزو پاڅونکوونکو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دا چارواکي نن(پنج شنبې د وري په ۱۴مه نېټه) وايي چې یاد سرتېري د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي.
د چارواکو په خبره طالبانو نن سهار نېږدې دوه بجې د ولسي پاڅونکوونکو پر پوستو برید کړی دی.
دوی همداراز وايي نښتې کابو درې ساعته دوام وکړ او په ترڅ کې یې درې طالب وسله وال هم ووژل شول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.