Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کاپیسا کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې

د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د یاد ولایت امنیتي د امنیه قومندانۍ ویاند، شایق شورش وايي یادې نښتې نن(چهارشنبې د لړم په ۲۲مه نېټه) سهار ۵:۳۰ پیل شوي دي.

دی زیاتوي، نښتې په داسې حال کې پیل شوې دي چې یو شمېر طالب وسله والو د نجراب ولسوالۍ پر یو شمېر پرخو بریدونه پیل کړل، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

د پولیسو ویاند همداراز زیاتوي چې نښتو کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.

ښاغلي شورش څرګنده کړې چې نښته کې درې تنه افغان ځواکونه هم ټپیان شوي.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې نښته کې درې تنه افغان سرتېري ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ