د کاپیسا ولایت پولیس وايي چې په دغه ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو د برید په پایله کې څلور تنه د سیمه ییزو پولیسو ځواکوه وژل شوي دي.
د کاپیسا د امینه قومندانۍ ویاند شایق شورش په دې اړه واييي چې طالبانو تېره شپه ناوخته د دغه ولایت نجراب ولسوالۍ کې په افغانیه دره کې د پولیسو پر پوستې برید کړی دی.
د هغه په وینا، په دغې نښته کې درې بلواګري طالبان هم وژل شوي دي.
په کاپیسا کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دغه برید کې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو اوه تنه غړي وژل شوي دي.
بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.