کاپیسا ولایت کې یوې چاودنې د درې مُلکیانو ژوند اخیستی او پنځه تنه ولسي وګړي او دوه پوځيان یې ټپيان کړي دي.
د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي چې دا پېښه د جمعې په ورځ د اله ساي ولسوالۍ په یوه بازار کې هغه مهال رامنځته شوه چې په سړک کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.
د هغه په وینا، د دغې پېښې د ټپيانو روغتیايي حالت ښه دی.
اله ساي د کاپیسا ولایت یوه ناامنه ولسوالۍ ده چې کله ناکله د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې شاهده وي.