Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرام الدین کریم د نیولو صادر شوی حکم، خو هغه لا هم ازاد ګرځي

د هېواد د فوټبال فډراسیون د پخواني رییس کرام الدین کریم د نیولو لپاره د حکم له صادرېدو شپږ میاشتې تېرېږي، خو هغه تراوسه ازاد ګرځي او نیول شوی نه دی.

هغه سند چې طلوع نیوز ته رسېدلی د دې ښودنه کوي چې لویې څارنوالۍ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د څېړنې له محکمې غوښتي څو کرام الدین کریم او د فوټبال فډراسیون څلور تنه نور غړي چې د فوټبال د ښځينه لوبغاړو پر جنسي ځورونې تورن دي په سزا ورسوي.  

خو لویه څارنوالۍ وايي چې مخکې د پنځو تورنو له ډلې، محمد نادر عالمي په یو کال او اتو میاشتو بند محکوم کړی، دوه تنو ته یې برات ورکړی، خو د کرام الدین کریم او سکرتر په اړه پرېکړه کې څو د مخکې په یوې غونډه کې حضور پيدا کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«د فوټبال فډراسیون د مخکني مشر او همدارنګه کارکوونکو په اړه یې د څارنوالۍ د نیولو حکم مخکې کشفي مرجعو ته صادر شوی دی.»

لویې څارنوالۍ زیاتوي چې، له دغو ۵ کسانو یو یې په یوه کال او اته میاشتې بند باندې محکوم شوی، دوه تنه یې برات ورکړی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي وايي:«کورنیو چارو وزارت هغه کس نه حاضروي، څو څېړنې تطبیق شي. له دې امله موږ لویې څارنوالۍ او سترې محکمې ته د غیابي حکومت لپاره مکتوب صادر کړی دی.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا په دې هکله داسې وايي:«هغه کسان چې تاسې یاد کړل د هغوی په اړه جدي اقدامات شوي او د نیولو لپاره یې پرمختګونه شوي او ډېر ژر به ونیول شي.»

دا چې، د کرام الدین کریم د نیونې په موخه د عدلي او قضايي بنسټونو له غوښتنو شاوخوا ۶ میاشتې تېرېږي؛ خو هغه لا تر اوسه نه دی نیول شوی، دې چارې د ولسي جرګې ځینو غړو نیوکې راپارولې دي.

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید په دې اړه څرګندوي:«دوه ګونی چلند شتون لري، هغه کسان چې سیاسي او مالي وړتیاوې لري کولای شي په دغو پروسو نفوذ وکړي.»

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست هم زیاتوي:«کاش چې یوه سلنه وجدان هم پاتې وای چې لږ تر لږه دروغ یې نه ویلی خپل ريښتا یې ویلی وای چې زموږ له وسې لوړ دي.»

تر دې مخکې د فوټبال فډراسیون مخکني مشر کرام الدین کریم د فوټبال له ښځینه لوبغاړو سره هر ډول ناسم چلند رد کړی دی. 

سره له دې چې، کورنیو چارو وزارت د هغه د نیولو په موخه د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي؛ خو د هغه د اوسېدو کره ځای لا تر اوسه مشخص شوی نه دی.

تېر کال د افغانستان د فوبټال ښځيه لوبغاړو روزنکې ادعا وکړه چې د فوټبال فډراسیون ځينو چارواکو د فو‌ټبال ځينې ښځينه لوبغاړي جنسي ځورولي دي.

شریک یي کړئ