پخواني ولسمشر حامد کرزي نن (یک شنبې د وږي په ۹مه) د ملي پخلاینې عالي شورا کې خپل غړیتوب رد کړی او ویلي دي چې په هېڅ دولتي جوړښت کې به غړی نه وي.
د ښاغلي کرزي د دفتر په یوې خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، راغلي دي چې ښاغلی کرزی د سولې له هڅو هرکلی کوي او د یوه وګړي په توګه د سولې راوستو په درشل کې خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د ۴۸ کسیز غړو په نوملړ کې چې د ولسمشر د یوه فرمان پربنسټ خپور شوی، د ښاغلي کرزي نوم په لومړي سره کې دی.
په دغه فرمان کې چې نن ماښام شنبې (د وږي په ۸مه) د دین له عالمانو، خصوصي سکټور، ملي شورا، ولایتي شوراګانو او رسنیو څخه غوښتل شوي دي چې د یوې اوونۍ په لړ کې خپل استازي په دغې شورا کې د غړیتوب لپاره معرفي کړي.
د دغه فرمان پربنسټ د دغې شورا ۱۹ غړي جهادي او سیاسي شخصیتونه دي، ۹ غړي یې حکومتي او ۸ غړي یې هم مېرمنې دي.
دغه شورا یو رییس او اووه مرستیالان لري او دوه تنه هم د دغې شورا د مشرتابه غړو په توګه دي.
عبدالله عبدالله د دغې شورا د رییس، عبدالسلام رحیمي، عنایت الله بابر فرهمند، اسدالله سعادتي، زهره مطهري، عطاالرحمان سلیم، حاجي دین محمد او اکرم خپلواک د دغې شورا مرستیالان دي.
د افغانستان د مرکچې پلاوي رییس معصوم ستانکزی او نورالحق علومي د دغې شورا د مشرتابه غړو په توګه دي.
په دغه نوملړ کې د عبدرب الرسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، اسماعیل خان، حامد ګیلاني، سید منصور نادري او عنایت الله شهراني نومونه د ملي روغې جوړې د عالي شورا د غړو په ترکیب کې لیدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې عبدالله عبدالله وویل چې شونې ده د افغانانو ترمنځ خبرې راتلوونکې اوونۍ پيل شي.