Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزی:داعش ډله د امریکا(د لاس اله)ده

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي،د چهارشنبې په ورځ د امریکا غږ سره په یوې مرکه کې وویل چې داعش ډله د امریکا د لاس اله ده او د هغه له انده د داعش او امریکا ترمنځ هېڅ توپیر شتون نه‎لري.

هغه وویل:«داعش د امریکا د لاس اله ده او زما له انده د داعش او امریکا ترمنځ هېڅ توپیر نه‎شته.»

کرزي د امریکايي ځواکونو له خوا په اچین کې د بم د غورځولو په اړه داسې په ډاګه کړه:«امریکا په اچین کې د بمي برید په ترسره کولو سره داعش له منځه نه دي وي.»

حامد کرزي همدارنګه پر روسیې هغه نیوکې چې ګواکې له طالبانو سره اړیکې لري رد کړې.

ښاغلي کرزي څرګنده کړه:«روسیه له طالبانو سره خبرې اترې کوي.امریکا هم له طالبانو سره خبرې اترې کوي.روسیه هم حق لري چې له طالبانو سره غونډه ولري.»

کرزي په افغانستان کې د طالبانو د حضور په اړه وايي:«طالبانو نن په افغانستان کې یو ستر واقعیت دی.امریکایان په خپله وايي چې طالبان ۵۰ سلنه افغانستان کنټرول وي.کله چې یو ځواک(طالبان)د افغانستان ۵۰ سلنه خاوره تر خپلې ولکې لاندې لري،له خبرو اترو څخه پرته نورو هېوادونو ته بله هېڅ ټاکنه نه پاتې کېږي.امریکایان په خپله له طالبانو سره خبرې اترې کوي.هغوی له یو بل سره د قطر په دفتر کې سره غونډه لري.»

کرزي له دې وړاندې هم پر اچین د بمي برید له امله پر دولت او مریکا نیوکه کړې وه.

کرزي پر ملي یووالي حکومت هم نیوکه وکړه او وې ویل چې هغه نور دغه حکومت نه مني او پرېکړه یې کړې ترڅو امریکا له افغانستان څخه بهر کړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه:«حکومت امریکا ته اجازه ورکړې،چې دغه تر ټولو ستر نااټومي بم وغورځوي او د حکومت دا کار خیانت دی.»

کرزي په ډاګه کړه چې پر اچین د بم غورځول افغانستان ته سپکاوی او د ملي واکمنۍ څخه سرغړونه ده او داعش ډله یوازې یوه پلمه ده.

د تېرې اوونۍ په پنجشنبې امریکايي ځواکونو تر ټولو ستر نااټومي بم چې د بمونو د مور په نامه هم یادېږي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعشیانو پر مورچلو وغورځاوه.

چارواکو ویلي دي چې په دغه بمي برید په ترڅ کې د داعش ۹۶ جنګیالي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ