Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرزی: د سولې خبرې باید د اوربند له رامنځته کېدو سره هم مهاله وي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له پرمختګه هرکلی کوي او وایي چې د «سولې مذاکرې باید په افغانستان کې وینې تویونې له پای او د اوربند رامنځته کېدو سره هم مهاله وي.»

‍په هغې خبرپاڼه کې چې د ښاغلي کرزي د دفتر لخوا د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په ۷مه نېټه) رسنیو ته استول شوې راغلي دي:«په افغانستان کې تلپاتې سوله به هغه مهال رامنځته شي چې په مذاکراتو او هوکړو به خپله افغانان دخیل وي، او د سولې خبرو اترو پایله باید یو متحد ، د ملي یووالي لرونکي، له عام و تام واکمنۍ، بشپړې خپلواکۍ او د پرمختګ په لور افغانستان وي.»

دا په داسې کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ ماښام مهال، په قطر کې له طالب پلاوي سره له شپږ ورځنۍ ناستې وروسته وویل چې له طالبانو سره خبرو پرمختګ درلود.

په ورته وخت کې، د محمد حنیف اتمر  په مشرۍ د «سولې او اعتدال» ټاکنیزې ډلې هم له طالبانو سره د سولې خبرو اترو له پرمختګه هرکلی کړی او د دغو خبرو اترو پر افغان والي ټینګار کوي.

د دغې ټاکنیزې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ همدارنګه د مذاکراتو بهیر د بریا او سولې ټینګښت په درشل کې د لومړي ګام په څېر د هر اړخ اوربند پر رامنځته کېدو ټینګار کوو.»

د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې همدارنګه ویلي چې هغوی د سولې موجوده هڅو په تړاو د افغان حکومت له دریځ نیولو ډاډه نه دي:«زموږ په اند افغان حکومت باید له روانو هڅو په جدیت سره ملاتړ وکړي او د سولې د بریا او جګړې د پای لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.»

د طالب پلاوي او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو اترو څلورم پړاو د شپږو ورځو لپاره (د سلواغې له ۱ تر ۶ مې نېټې) د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شو.

د حامد کرزي د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:«په افغانستان کې تلپاتې سوله به هغه مهال رامنځته شي چې په مذاکراتو او هوکړو به خپله افغانان دخیل وي.»

شریک یي کړئ