Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرزی: د مخالف غږ پورته کوونکي ګواښل او ان وژل شوي دي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د بیان آزادۍ پر وړاندې د ګواښونو له زیاتوالي وايي او زیاتوي چې په دې وروستیو کې څو هغه کسان چې مخالف غږونه یې درلودل، ګواښل شوي، ټپیان او ان وژل شوي هم دي.

نوموړي چې نن(دوشنبې د لیندۍ په څلورمه نېټه) کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خبرې کولې، د تېرې پنج شنبې(د لړم په ۳۰مه نېټه) د سیاسي چارو کارپوه، وحیده مژده وژل کېدو ته په اشارې وویل، د ده تر څنګ په اسلام اباد کې د طالبانو د دورې سفیر، عبدالسلام ضعیف لومړنی کس دی چې ګواښل شوی وو.

هغه وویل:«هغه کسان چې د سولې له بهیره یې ملاتړ وکړ، له ګواښ سره مخامخ شول او لومړی کس هم چې وګواښل شو، ملا صاحب ضعیف وو.»

پخوانی ولسمشرخبرداری ورکوي چې له دوه تر درې کلونو راهیسې د بیان ازادي تر پښو لاندې شوې، او هغه کار پوهان چې د تلوېزیون په پرده هم راڅرګندېږي، په مرګ او یا هم ورته د دوسیې په جوړولو ګواښل کېږي.

کرزي زیاته کړې چې د بیان ازادي د حکومت د تېرو ۱۸کلونو اساسي لاسته راوړنه ده، او که دا لاسته راوړنه له منځه ولاړه شي، ورسره به د تېرو کلونو ټولې لاسته راوړنې له منځه ځي.

دی وړاندې وايي:« سوله او ازادي موږ جمهوریت بولو. موږ سوله غواړو، خو د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو په بیه نه، او زموږ موخه د لاسته راوړنو له ویلو، اسلامي جمهوریت دی.»

ښاغلي کرزي همداراز د ولسمشر غني نه هم وغوښتل چې د هېواد اوسني بد حالت ښه کېدو لپاره دې له خلکو سره همکاره ووسي.

کرزی د خپلو خبرو بله برخه کې د ټاکنو په تړاو وویل چې وروسته له دوو میاشتو د ټاکنو پایلو نه رڼښت او د خلکو کم ګډون دا ښکاره کوي چې خلک په اوسني حالاتو کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخالف وو. او زیاته یې کړه:«‎د ټاکنو پر سبا باید پایلې اعلان شوې وی. خو هغه مهال دا کار کیږي چې افغانستان ازاده وي.»

نوموړي همدراز د چین ناستې ته هم اشاره درلوده او ویې ویل چې:«د بیجینګ له ناستې هر کلی کوو، او هیله لرو چې ژر جوړه شي. له حکومت سره مو دې ناستې ته د ګډون کوونکو پر نوملړ هم کار وکړ.»

پخوانی ولسمشر، حامد کرزی په دې باور دی چې د هېواد حالات مخ په خبرابېدو دي

شریک یي کړئ