پخواني ولسمشر، حامدکرزی خبرداری ورکوي چې ولسمشریزې ټاکنې د سولې را منځته شوی فرصت ګواښوي.
کرزي سېشنبې(د تلې په ۲مه نېټه) اسوشیټیډ خپري آژانس ته ویلي چې ولسمشریزي ټاکنې به افغانستان لا هم تاوتریخوالیو کې ژور ډوب کړي.
پخواني ولسمشر زیاته کړې چې په اوسني وضیعت کې د ټاکنو تر سره کېدل دا مانا لري لکه د زړه له یوه ناروغ څخه چې وپوښتې چې د ځغاستې سیالۍ ته ولاړ شته.
ښاغلي کرزي له طالبانو سره سوله د اوسنیو ټاکنو په پرتله غوره بللې او پر ولسمشرغني يې له دې امله سختې نېوکې کړې چې د ټاکنو په ترسره کولو یې ټینګار کړی دی.
پخوانی ولسمشر له طالبانو سره د امریکا له لورې د سولې خبرو پر درولو ناخوښي ښودلې او د دواړو لورو تر منځ د خبرو د ژر تر ژره پيلېدو غوښتنه یې کړې ده .
پخواني ولسمشر حامد کرزي(تلې په لومړۍ نېټه) له جهادي مشرانو او هېوادوالو سره په یوې غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي د هڅو د درېدو غوښتنه کړې وه.
د مخکني ولسمشر د دفتر په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې رارونې ټاکنې به، افغانستان د یوه ژور سیاسي او ټولنیز کړکېچ سره مخ کړي.
په هغو انځورونو کې چې له دغې غونډې د ښاغلي کرزي د دفتر له خوا طلوع نیوز ته رسېدلي دي ځينې سیاسي او جهادي څېرې، له هغې ډلې یونس قانوني، محمد اسماعیل خان، عطامحمد نور، رنګین دادفر سپنتا او همدارنګه د طالبانو پخوانی غړی اغاجان معصتم هم لیدل کېږي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر جوړونکو او پلانونکو د افغانستان د خلکو د پراخ اعتماد نشتون او د ټاکنو پر پراخې مهندسۍ د خلکو ژور باور د دې بل لامل دی. له دي امله د افغانستان خلک له نه لېوالتیا او جدي اندېښنې سره ټاکنو ته ځي او موږ هم په دغې اندېښنه کې د افغانستان له خلکو سره په ژوره توګه شریک یوو.