Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرزی: روسیه د ترهګرو ماتې کې د افغانستان مرسته کولی شي

پخوانی ولسمشر، حامد کرزی وايي چې یوازې روسیه کولی شي له افغانستان سره د ترهګرۍ ماته کې مرسته وکړي، د نوموړي په وینا، ځکه امریکایان یوازې افغانان وژني.

ښاغلي کرزي همداراز څرګنده کړې ده چې امریکا متحده ایالاتونه او بریټانیا چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان خلکو پر وژنه بوخت وو، هیڅ وخت نشي کولی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ده زیاته کړې ده:که تاسو یعنې روسیه له پاکستان او افغانستان سره نوې اړیکې جوړې کړئ، مرسته کولاي شئ نه انګریزان چې پخوا مو له هیواده بهر کړي و او نه هم امریکایان چې اوولس کاله زموږ په وژلو بوخت دي.

ښاغلي کرزي د روسیې له «ان ټي وي» تلویزیوني چینل سره په مرکه کې چې د روسیې سپوتنیک خبري آژانس په انګلیسي خپره کړې دا خبرې کړې دي.

د هېواد پخوانی ولسمشر امریکایان په دروغ ویلو تورنوي.

حامد کرزي ویلي دي:«امریکایان دروغ وايي چې القاعده د شوروې د برید له امله رامنځته شوې دوي له جګړې استفاده کړې ترڅو القاعدې ته د پاکستان په کمپونو کې وده ورکړي، دوي غوښتل یوازینی ځواک وي او دې موخې ته ورسیدل، شوروي مات شو او یو لامل یې دافغانستان جګړه وه.»

خو یو شمېر افغانان د حامد کرزي پر دغو څرګندونو نیوکه کوي او د افغانستان اوسني کړکېچ اصلي لامل پر هېواد د سره پوځ برید بولي.

د کابل اوسېدونکی، نصیر احمد وايي:«د روسانو شعار موږ ته کار، ډوډۍ وه، خو د کار پر ځای یې موږ ته کفن راکړ او د کور پر ځای يې ګور ته ولیږلو.»

د کابل بل اوسېدونکی، عبدالصمیم زیاتوي:«زموږ سیاستوال تر ډېره شخصي ګټې ګوري د ملي ګټو پر ځای.»

همداراز عبدالفتاح څرګندوي:«کله چې په ځواک کې وه نو امریکا ښه وه. خو کله چې کرزی او نور کسان له ځواک څخه لیري شول، نو امریکا بده شوه.»

ځینې نور بیا دا د حامدکرزي شخصي نظر بولي.

سناتوره، لیلما احمدي وايي:«د هېوادونو او شخصیتونو ترمنځ اړیکې لامل شوې دي چې د هېواد ملي ګټې له بده مرغه له پوښتنو سره مخامخه شي.»

حامدکرزي تیره اونۍ د مسکو په اوومه امنیتي غونډه په افغانستان کې د امریکا پر ترهګرۍ ضد سیاستونو نیوکه وکړه او وې ویل داعش ډله په هېواد کې د واشنګټن په پوځي فعالیت سره لاپياوړې شوې ده. 

په افغانستان کې د امریکا د سیاستونو پخوانی متحد او اوسنی نیوکه کوونکی، حامد کرزي یو ځل بیا واشنګټن په هېواد کې د اوسني کړکیچ لامل بولي

شریک یي کړئ