Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ افغانستان له ایران سره هر ډول تګ راتګ بند کړ

افغان حکومت د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره په موقته توګه له ایران سره هر ډول تګ راتګ بند کړ.

نن له غرمې وروسته (یکشنبې د کب په ۴مه) عامې روغتیا وزارت په هرات کې د کرونا ویروس د درې مشکوکو پېښو له ثبت خبر وکړ. مشکوک کسانو په دې وروستیو کې د ایران قم ښار ته سفر درلود.

د دغې پېښې په لړ کې، افغانستان حکومت د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار محمدالله محب په مشرۍ یوه غونډه جوړه کړه او په هغې کې پرېکړه وشوه چې افغانستان ته د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له ایران سره هر ډول تګ راتګ دې د لنډې مودې لپاره ودرول شي.

په دغې غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه چې له ایران او پاکستانه د چرګانو او د هګیو واردات دې هم ودرول شي.

د کرونا ویروس په دې وروستیو کې ایران کې د اتو تنو ژوند واخیست او څه باندې ۳۰ تنه نور په دغه ویروس ککړ شوي دي.

له بلخوا که څه هم د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز وايي تراوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو دغه وزارت په هرات کې د دغه ویروس د درېیو شکمنو بېلګو خبر ورکوي.

هغه زیاته کړه چې په مرکز او ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص، قرنطین لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر له خلکو څه غواړي:«د ورځې په ځلونو خپل لاسونه په صابون ومنیځئ او تل له ماسک څخه استفاده وکړئ او له غیرضروري غونډېدو ډډه وکړئ ځکه چې دغه ویروس له یوه کس څخه بل کښ ته لېږدېږي.»

په نننۍ غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې چې په مرکز او ولایتونو کې د فعالیتونو د همغږۍ لپاره ځانګړې کمېټه جوړه او د عامه پوهاوي لپاره ژر تر ژره ملي کمپاین پیل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته حکم شوی چې په ایران کې خپل کونسلي خدمتونه محدود کړي او له ایران څخه غواړي چې له ایرانه د افغانانو جبري ایستلو بهیر ودروي.

شریک یي کړئ