Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ کندهار کې د خوراکي توکو د بیوو لوړوالی

د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د کندهار ښار په قرنطین کېدو سره د خوراکي توکو بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي دي.

د کندهار اوسېدونکې وايي د یوې اوونۍ په ترڅ کې ټول کاروبارونه په ټپه ولاړ دي او ورسره سم د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې چې د خلکو پر ژوند یې بده اغېزه کړې ده.

 د کندهار اوسېدونکی، اجمل په دې اړه وايي:«زموږ هېواد د بهرنيو هېوادونو په څېر نه دی دلته مو خلک ډېر غریب دي، دلته ټول خوراکي توکي څو برابره لوړ شوي دي.»

د کندهار بل اوسېدونکی، سلطمان محمد زیاتوي:«خوار او غریب خلک نشي کولی چې خوراکي توکي تر لاسه کړي، د حکومت او سوداګرو غوښتنه کوو، تر څو په دې ورځو کې د خلکو لاس نیوی وکړي.»

بل خوا د کندهار والي وايي د خوراکي توکو د لوړیدو د مخنیوي په موخه يې د پاکستان هېواد سره د یوې پریکړې له مخي به د پاکستان سره د سپین بولدک دروازه د خوراکي توکو د انتقال پر مخ د دریو ورځو لپاره خلاصه شي.

نوموړی وايي‎ دا کار به ډېر ژر پیل کړي، او په دې سره به کندهار کې د خوراکي توکو قیمتونه ټیټ او د خلګو ستونزې هوارې شي.

د کندهار والي، حیات الله حیات څرګندوي:«موږ د پاکستان هېواد سره یو تفاهم کړی دی چې له مخې به یې هغه موټرونه چې خوراکي توکي پکې بار دي، د دریو ورځو لپاره د سپین بولدک دروازې کندهار ښار ته داخل شي او د دې موټرانو په داخلیدو سره به په کندهار کې د خوراکي توکو قیمتونه بیرته عادي حالت ته را ستانه شي، موږ خپلې ټولې هڅې کوو څو په دې ورځو کې خلکو ته ستونزه پیدا نشي.»

که څه هم په کندهار ولایت کې د کوویډ۱۹ دوه مثبتو پیښو تر ثبتیدو ورسته پدغه ښار کې د حکومت له لوري یو لړ بندیزونه لګیدلي دي، خو د عامي روغتیا ریاست چارواکي له له خلګو غوښتنه کوي، څو د اړتیا پرته له کورنو ونه وځي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس، محمد اشرف نادري څرګندوي:« موږ خپل سیار ټیمونه چمتو کړي دي، تر څو په هره سیمه کې د مشکوکو کسانو څارنه وکړي او هغوی ته رسیدګي وکړي، خو د هغه کورنیو څخه مو دا غوښتنه ده، تر څو کوم کسان چې د مسافری څخه راګرځي او مشکوک وي، موږ دي په جریان کې کړي او موږ د خلکو غوښتنه کوو، تر څو د اړتیا پرته دې له کورونو څخه نه راوځي.»

کندهار ښار ته له هرات او نورو ولایتونو د مسافرو راتګ د دغه ولایت د اوسیدونکو اندیښني د کرونا ویروس د خپریدو اړه څو برابره ډېرې کړې دي، خو حکومتي چارواکي وايي د کوویډ۱۹ د خپریدو د مخینوي تر څنګ به د خوراکي توکو لوړ قیمتونه هم کنترول کړي.

کندهار ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي له کبله د روانې اوونۍ د یکشنبې له ورځ ګرځبندیز پیل شو

شریک یي کړئ