Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کریم امین: څو اوونیو کې به حکمتیار کابل ته راشي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، حزب اسلامي وایي چې د دې حزب امیر په افغانستان کې د جګړي په ډګر کې دی او تر راتلونکو څو اوونیو کې به کابل ته راشي.

له حکومت سره د دې ډلې د مرکچي پلاوې مشر ښاغلی امین زیاتوي، د ښاغلي حکمتیار د اوسیدو ځای او امنیت تینګښت په برخه کې د سولې د هوکړه‎لیک د پلي کېدو کمسیونونه کار کوي او تمه ده تر راتلونکو دو یا درېیو اونیو پورې دغه کارونه پای ته ورسیږي.

دی وړاندې وايي:«زموږ مجاهد ورور د جهار په سنګرونو کې دی او په خپل هېواد کې دی او کابل کې ته به راشي.»

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړې‎لیک څخه څلورو میاشتې وروسته د دې ګوند استازی وايي چې د هوکړې عملي کېدو کمېټې غړي پر امنیتي مسایل، د د ګوند د بندیانو پر خوشې کولو، د دوی د کډوالو لپاره د ځمکو وېش او د ښاغلي حکمتیار امنیتي او پوځي ملاحظاتو رفع کولو باندې کار کوي.

کریم امین وايي چې د دې حزب د ۵۰۰ بندیانو د خوشې کولو لپاره نوملړ لېږلی، او کابو ۱۰۰ تنه به یې راتلونکې اوونۍ خوشې شي.

نوموړي وړاندې وویل:«دا امکان نلري چې ښاغلی حکمتیار په کابل کې وي، خو د یوې مور زوی چې د حزب اسلامي غړی دی په بند کې پاتې وي، او یا کډوال مو ځمکه ونلري، دا تخنیکي ستونزې به تر راتلونکو اوونیو هوارې شي.»

د ولسمشر سلاکار، اکرم خپلواک وايي چې د ښاغلي حکمتیار له راتګ څخه مخکې به یو شمېر بندیان چې دوسیې یې څېړل شوي دي، د حسن‎نیت په ډول آزاد شي.

د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي حکومت ته د خپلو بندیانو ۲۵۰۰ کسیز نوملړ سپارلی خو د ولسمشر لوړپوړی سلاکار وایي دا نوملړ ۴۸۰ تنو ته راکم شوی له دې سره سره زیاتوي چې ښایي په دې نوملړ کې د یو شمېر طالبانو نومونه هم شامل وي له همدې امله ښايي دغه نوملړ نور هم کم شي.

له دې مخکې حزب اسلامي د ملګروملتو له تور نوملړ څخه د دې ګوند د مشر د نوم د ایستلو په تمه و خو د ملګروملتو له نوملړ څخه د ښاغلي حکمتیار د نوم له ایستلو سره د فرانسې او روسیې له مخالفت وروسته دا بهیر ځنډول شوی دی.
 
له حکومت سره د دې ډلې د مرکچي پلاوې مشر ښاغلی امین زیاتوي، د ښاغلي حکمتیار د اوسیدو ځای او امنیت تینګښت په برخه کې د سولې د هوکړه‎لیک د پلي کېدو کمسیونونه کار کوي او تمه ده تر راتلونکو دو یا درېیو اونیو پورې دغه کارونه پای ته ورسیږي

شریک یي کړئ