د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی یو ځل بیا امریکا په افغانستان کې له داعش ډلې سره پر همکارۍ تورنوي.
ولسمشر کرزي له الجزیرې شبکې سره د مرکې په ترڅ کې ویلي دي چې، د امریکا حکومت اجازه ورکړې ترڅو داعش ډله په افغانستان کې وده وکړي.
ښاغلي کرزي له الجریزې ټلوېزیون سره د مرکې په لړ کې وویل:«زما په اند، داعش ډله په بشپړه توګه د پوځي، سیاسي او مالوماتي څار تر شتون لاندې رامنځته شوې ده.»
هغه زیاته کړه:« د افغانستان خلکو پوره دوه کاله د درد، کړاو او تاوتریخوالي له امله نارې سورې وکړې. خو هېڅ کار ترسره نهشو.»
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د امریکا له خوا د بمونو د مور استعمال د داعش ډلې د شتون په بهانه وشوه، ځکه د نوموړي په خبره امریکا خپلې نوې وسلې په افغانستان کې ازمايي.
هغه الجزیرې ته وویل:«له هغې یوه ورځ وروسته، داعش د افغانستان یوه ولسوالۍ ونیوله. دا موږ ته ثابتوي چې په هغې کې کوم لاس موجود دی او دا لاس په افغانستان کې له هغوی (امریکا) څخه پرته د بل چا کېدای نهشي.»
له دې سره، ښاغلي کرزي د نړیوالې محکمې له خوا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له څېړلو هم هرکلی کړی دی.
ښاغلي کرزي وویل:«هغه (د نړیوالۍ محمکې څېړونکی) حق لري چې دا شان څېړونې ترسره کړي.»
هغه همدارنګه وایي چې ښایي ځیني جنایتونه دې ده د حکومت پرمهال هم شوي وي.
پخواني ولسمشر څرګنده کړه:«په څرګنده (بشري حقونه) د افغان ځواکونو، امریکا او نورو له خوا تر پښو لاندې شوي دي.»
ه دغې مرکه کې له ښاغلي کرزي څخه وغوښتل شول چې د بشري حقونو د ډلو هغو ادعاګانو ته ځواب ورکړي چې د ده د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو له ناوړه استفادې څخه ګواښل شوی وه.
هغه وویل:«هغوی تېروتلي. هغوی موږ ته نه، ما هغوی ته ویلي وو.»
هغه زیاته کړه:«ما په لوېدیځ کې د بشري حقونو سازمانونو ته ویلي وو چې په افغانستان کې څه تېرېږي. هغوی هغه پټوي. لوېدیځې رسنۍ هغه پټول. ما هغوی ته وویل، ما هغه مطرح کړل.»