Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کلي مېشتي د سولې او ټاکنو په هکله څه وايي؟

د سولې ټينګښت او د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان، هغه غوښتنې دي چې د افغانستان ښار مېشتو په دې اړه تل څرګندونې کړې دي؛ خو د هېواد په کلیو کې خلکو د دغو دوو ښکارندو په اړه څه وايي؟

ډېری دغه کلي مېشتي، که د دولت تر واکمنۍ لاندې وي او که د طالبانو تر ادارې لاندې، هېواد کې سوله له لومړنیو اړتیاوو ګڼي.

محمد یونس له پلازمېنې او د دولت له واکمنۍ لیرې، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د برکي راجان په کلي کې د طالبانو تر بیرغ لاندې ژوند کوي.

محمد یونس چې له کډوالۍ راستون شوی وایي هېواد کې په آرامۍ سره یوازې هغه څه ته رسېدلای شي چې ځان او خپلې کورنۍ ته یې غواړي.

هغه زیاتوي:«زه څه وکړم؟ ولاړ شم غلا وکړم؟ انسان وژنه وکړم؟ څه وکړم؟ سوله دې وي چې موږ خوشبخته شو. که چېرې سوله وي، ارامي وي، همدا لوږه تېروو؛ خو دغه جګړه نه!»

حمیدالله د لوګر د برکي راجان بل اوسېدونکی دی، هغه په بازار کې صرافي لري. حمیدالله وايي چې ده او د دغه کلي ځينې نور اوسېدونکي نه دي توانېدلي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون وکړي؛ خو ډېری یې په دې تړاو خواشنیي هم دي:«موږ د ټاکنو پایله څه کړو چې اعلان شي؟ که چېرې اعلان شي، بیا هم همدغه شیان به روان وي! دا ښه ده چې سوله وشي چې خلک په ارامه او سوکاله په خپل کور کې ژوند وکړي، کار او بار یې سم شي.»

خو دلته د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د خواجه چاشت ولي کلي د یوه قومي مشر په کور کې د ولسمشرۍ ټاکنو تود بحث روان دی.

تر ټولو ډېره ناخوښي هم د دغو ټاکنو د پایلو د اعلان له اوږېدو ده. 

د کابل د خواجه چاشت ولي کلي اوسېدونکی محمد عمر په دې اړه زیاتوي:«د دې هیله مو لرله چې امنیت ولرو، یو ولسمشر ولرو چې د ټولو خلکو غوښتنې پرې پوره شي.» 

د کابل د خواجه چاشت ولي کلي بل اوسېدونکی محمد اعظم هم وايي:«اوس نه زموږ د پاچا حساب معلوم دی او نه رعیت! بې چاره، بې وزله او غریب څه کولای هم نه شي، خان صاحبان او سوداګر هم له وېرې څه نه شي کولای.»

د دولت تر واکمنۍ لاندې سیمو او د طالبانو تر واکمنۍ سیمو نه جلا په هغو سیمو کې چې خلک یې په خپله د امنیت د ټينګښت مسوولیت پر غاړه لري؛ سوله او خدمتونو ته د ټولو خلکو یو ډول لاسرسی د خلکو یوه له بنسټيزو غوښتنو ده. 

بڼوال قادرخان په دې اړه څرګندوي:«ما په خپله هم زده کړې نه دي کړي او ټول عمر مو په جګړې او بدبختۍ کې تېر شو؛ خو وېرېږم چې ماشومان مې هم په کومې بې وزلۍ او بې چاره ګۍ او نالوستۍ کې پاتې شي.»

هر کال د ژمي د فصل په پای ته رسېدو سره د افغانستان ځینې برخې د تاوتریخوالي شاهدې وې؛ خو له میاشتو میاشتو راهیسې خلک پوښتي چې ایا کېدای شي د دې ژمي وروستۍ ورځ د بدلون د ورځې په هیله تېره کړي.

په دغه رپوټ کې له هغو کلي مېشتو سره خبرې شوي چې د هغوی ځينې د دولت تر واکمنۍ او ځينې یې د طالبانو تر بیرغ لاندې ژوند کوي.

شریک یي کړئ