Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کلیو پراختیا وزارت ته څېرمه څانمرګي برید د ۷ کسانو ژوند واخیست

کابل کې یکشنبې ( د چنګاښ۲۴مه) د کلیو پراختیا وزارت مخې ته ځانمرګي برید په پایله کې ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.

د کابل پولیسو ویاند، حشمت ستانکزی څرګندوي چې د بریدګر موخه ښايي د بهرنیو وګړو موټر وه، خو هغوی ته زیان نه دی رسېدلی.

د پېښې شاهدان وايي چې د برید تر ډېره قربانیان د کلیو پراختیا وزارت کارکوونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د دې وزارت پر کارکوونکو برید شوی وه.

په هغه برید کې څلورو ښځو په ګډون ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

د کلیو پراختیا وزارت ویاند وايي چې چاودنه کابو څلورنیمې بجې هغه مهال وشوه، دی زیاتوي دا مهال د یاد وزارت کارکوونکي کورونو ته د تلو په حال کې وو

شریک یي کړئ