د رایه ورکوونکو د نوملیکنې څخه څلور ورځې وروسته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي بالاخره بریالي شول چې د نوملیکونکو د شمېرو دثبت لپاره مالوماتي بانک جوړ کړي.
له دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکو، د هرې ورځې په پای کې د نوملیکونکو، شمېرې یې د ټلېفون او یا هم برېښنالیک له لارې راغونډول.
خو، اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې له دې وروسته، د دغه بنسټ د ولایتي دفترونو رییسان کولای شي په مالوماتي بانک کې د نوملیکونکو شمېرې درج کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن وايي:«پټ نوم(پسورډ) په انلاین توګه د کمېسیون د ۳۴ ولایتي دفترونو ته ترتیب شوی او سر له نننه ټول ولایتونه د سیسټم له لارې سیسټم ته ننوځي او شمېرې داخلوي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه غړې وايي د امکاناتو نشتوالي له کبله ناشونې ده چې د نوملیکنې د کتابونو تصویرونه سیستم ته واچول شي.
د هغې پر وینا دمګړۍ یوازې همدا شونې ده چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکونکو شمېر سیسټم کې ثبت شي.
اغلې حسن زیاته کړه:«په بل پړاو کې د ولسوالیو په کچه کتابونه ولایتي دفتر ته راوړل کېږي او وروسته له کتابونو انځورونه اخیستل کېږي او په ډیجیټلي بڼه راغونډېږي.»
پر ټاکنو د څار بنسټونه د نوملیکنې په پيل کې د اطلاعاتي بانک په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بې غورۍ نیوکه کوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه وویل:«تراوسه دا فرصت لرو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپله وېبپاڼه کې دا سیسټم د مرکزونو تر کچې پراخ کړي چې په هر ولایت کې مالوم شي چې موږ څومره مرکزونه لرو او د ورځې په هغه کې څومره نوملیکنه کېږي او له دغو پړاونو وروسته کهچېرې مرکز پرانیستی پاتېږې او نه تړل کېږي د رایې ورکولو په ورځ مالوم وي دا کولای شي هم د روڼتیا لپاره مهم وي او هم د څېړونکو بنسټونو لپاره او همدارنګه سیاسي ګوندونو او نوماندانو ته هم، چې سبا د ټاکنو پایله ونه ننګوي.»
د نوملیکنې د بهیر له پيله ۱۵ ورځې تېرېږي چې د دغه بهیر په ۱۴ ورځو کې د ټول هېواد په کچه ۶۵۶ زره ۷۷ کسانو نوملیکنه کړې ده.
په دې لړ کې کابل د ډېرو نوملیکونکو په لرلو سره لومړی او نورستان بیا د کمو نوملیکونکو په لرلو سره وروستي ځای کې دی.